د غازيانو کاروان ۱۲م نمبر جهادي اصدار په دري ژبه نشر شو

 د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو کميسيون د سمعي او بصري څانګې اړوند د منبع الجهاد سټوډيو لخوا د ( د غازيانو کاروان ) د جهادي فلمونو د لړۍ ۱۲مه کړۍ په دري  ژبه ترتيب او نشر ته وسپارل شوه.
دا فلم چې د يادې څانګې د تخنيکي همکارانو په زيار په خورا عالي معيار اوډل شوی، د هيواد په بېلابيلو سيمو کې د اسلامي امارت د مسؤلو مجاهدينو له لوري په دښمن د شويو عملياتو صحنې پکې را يو ځای شوي دي.
اوډل شويو صحنو د غازيانو کاروان ۱۲م نمبر فلم وخت ټول ټال ۱ ساعت او ۱ دقيقې ته رسولی.
په فلم کې له لنډې او هر اړخيزې مقدمې وروسته د دښمن د پوځي، عملياتي او اکمالاتي کاروانونو او ګزمو په زغروالو ټانګونو، رينجرو او نورو پوځي نقليه وسائطو باندې د مجاهدينو له لوري د ښخ کړل شويو له لري کنټرولېدونکو ماينونو چاودنې رايوځای شوي دي، چې ښيي د اسلامي امارت مجاهدين څرنګه د دښمن پوځيان او موټر په نښه کوي او دښمن ته ځاني او مالي تلفات اړوي.
د دې جهادي ويډيو د صحنو په ليدلو سره د دښمن د هغو خبرو چې وايي په چاودنه کې يې څوک نه دي مړه شوي او يا پکې اولسي خلک وژل شوي، په دروغ ثابتېدلو سربېره د مجاهدينو د دښمن له منځه وړلو ځانګړي تکتيکونه او ځيرکتيا او له ملکي تلفاتو نه ځان ساتل په ډاګه کېږي.
دغه په زړه پوري فلم په اعلی، متوسط او ادنی کيفيت کې له لاندې لينکونو نه ليدلی او خپل کمپيوټر ته ښکته کولی شئ.
د افغانستان اسلامي امارت
د فرهنګي چارو کميسيون سمعي او بصري څانګه
د منبع الجهاد سټوډيو
اعلی کوالټي
ایف ایل وي
موبایل ایم پي فور
موبایل تري جي پي

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: