ګرمسیر کې دښمن د۲ډاکټرانو په وژني برسېره ستر وحشت تر سره کړی دی: ويډیويي راپور

د جنایاتو او ملکي خلکو وژنو او ځورونو په سلسله کې د روان د۲۰۱۹ کال دجنوري میاشتي په ۸شپه د هلمند ولایت ګرمسیر ولسوالۍ په صفار بازار او سیمه باندې امرکايي وحشي اشغالګرو او د هغوی کورنیو مزدورانو چاپه ووهله.
دغه راز د افغان ولس د ترقۍ دښمنانو زموږ دوه باتحصیله هیواد وال چي د ډاکټرۍ په برخه کې یې زده کړې تر سره کړې وي او عملاً د ولس په خدمت بوخت وو د مور په شمول په شهادت رسولي دي.
په دغه جنایت کې د دښمن عسکرو د سیمې یو کلینیک چې د (برک) مؤسسې لخوا تمویلېده د زیاتو دوکانونو په شمول د بمبار او انفجارونو په ترڅ کې ویجاړ کړي دي.
په بازار کې يې د عامو خلکو ۵ لوی موټر، ۲ تراکتوران، ۲۳ د عامو خلکو موټر سائکلان او خورا ډير نور د خلکو شخصي اموال او شتمنۍ يې له منځه وړېدي.
د ظلم او وحشت په دوام کې يې ۶ تنه عام خلک له بازار او نیږدې کورونو څخه را ایستلي او له ځانه سره وړي دي، او عامو خلکوته يې به میلیونونه افغانۍ مالي زیان اړولی دی.
د یادوني وړ ده چې په دغه سیمه کې نه مجاهدین اوسیدل، نه هم کوم نظامي مرکز موجود وو او نه ورسره په دې سیمه کې جګړه شوې، بلکې یاد وحشت خاص د ملکي خلکو په ضد ترسره شوی او د امریکايي او داخلي عسکرو د شکستونو او تلفاتو غچ له عام اولس څخه اخیستل شوی دی.
د عامو خلکو په ضد دغه جنایت په داسې مهال ترسره کیږي چې د هیواد په نورو برخو کې هم عام اولس په شپنیو حملو او ړندو بمبارونو کې شهیدانیږي او مالونه يې په بې رحمۍ سره له منځه وړل کیږي.
الاماره جهادي سټوډيو همکار د دښمن له لوري د ترسره شوي وحشت سیمي ته ورغلی دی او هلته یې د سیمي له زیانمنو خلګو سره مرکې او تخریب شوي دوکانونه او وسایط یې عکاسي کړي دي، چي د لاندي لینکونو له لاري یې لیدلی شئ.


1 Comment

  1. Pingback: Report: Enemy savagery in Garmsir (Helmand) – Islamic Emirate of Afghanistan

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: