منبع الجهاد خپرندویه ادارې د ( ولسي تړاو) په نوم په زړه پوري ویډيو نشر کړه.

د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمېسیون د سمعي او بصري څانګي اړوند منبع الجهادي جهادي سټوډيو له لوري د ( ولسي تړاو) په نوم لومړۍ ویډيو نشر ته وسپارل شوه.
ولسي تړاو تر عنوان لاندي ویډيو (۲۱) دقیقې او ( ۱۳) ثانیې کیږي، چې په ښکلي ګرافیکس ډیزائن او ترتیب شوې ده .
په دغه ویډيو کې د مدارسو له استاذانو سره د جلب وجذب کمیسیون او د منبع الجهاد د کارکوونکو د تشویقي او تفریحي غونډو او د انعاماتو د تقسیم په زړه پورې صحنې په غوره ترتیب ځای پرځای شوي دي چې د افغانستان اسلامي امارت او خلکو له یو بل سره د ژورې مینې څرګندونه کوي.
تاسې ټول قدرمن وروڼه یې د لاندي لینکونو په توسط لیدلو ته رابولو.


Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: