غزني دهیک کې د دښمن وحشت؛ د الاماره سټوډيو ویډيويي راپور

امریکايي اشغالګرو دخپلو داخلي ګوډاګیانو په ملتیا د روان ۲۰۱۹ کال د جنوري میاشتي په ۱۵ تاریخ د شپې مهال نه ۹نیمي بجې د غزني ولایت، ده یک ولسوالۍ اړوند، بالای کلي باندې وحشانه چاپه وهلې چې د شپې تر۳ بجو یې دوام درلود.
ګډ وحشي دښمن د چاپې په ترڅ کې د شیرخان، محمد صادق او شهزاد په نوم د ۳ کلیوالو کورونه په بشپړه توګه ویجاړ کړي، تراکتور یې سوځولی، د اولادونو د نفقې لپاره د لمریزي بریښنا سیستم یې ورته له منځه وړی، او په بې رحمانه بمبار کې یې ۲ تنه کلیوال هم په شهادت رسولي دي.
د الاماره سټوډیو همکار یادي سیمي ته ورغلی دی او هلته یې له تخریب شویو کورونو، وسایلو او وسایطو څخه عکاسي او له زیانمنو شویو کلیوالو سره مرکې کړي دي چي د الاماره جهادي له لوري په دغه تازه نشر شوي ویدیويي راپور کې یې د لاندي ورکړل شویو لینکونو له لاري لیدلی شئ.


Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: