ارزګان کې د دښمن وحشت؛ د الاماره سټوډيو ویډيويي راپور

د کابل ګوډاګۍ ادارې عسکرو د خارجي بادارانو په مرسته او ملتیا د روان ۲۰۱۹ مېلادي کال د جنوري میاشتي په ۱۵ تاریخ د شپې مهال د ارزګان ولایت مرکز اړوند د محمد نبي خان په نوم ښارګوټي شاپه ووهلې.
یرغلګرو او غلامانو یې د چاپې په ترڅ کې ۳۶ دوکانونه ۹ عرادي ملکي موټر ۱۲ عرادې د ښارګوټي د دوکاندارانو موټرسایکلونه ۱ پایه د تیلو پمپ او ۱سیمیز کلینک سوځولي دي
همداراز یې د یادښارګوټي اکثره دوکانونه چي قیمتي اجناس پکې موجود وو چور کړي هم دي چي د سلګونو لکه افغانیو زیان د سیمي عامو خلګو ته رسولی دی.
د الاماره سټوډيو همکار د دښمن له لوري د ترسره شوي وحشت سیمي ته ورغلی او هلته یې حقایق د خپلي کامرې تر پوښښ لاندي راوستلي دي چي د لاندي لینکونو له لاري یې یې لیدلی شئ.


Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: