له حق سره پیوستون؛د الاماره سټوډیو په زړه پوري اصدار

د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمېسیون د سمعي او بصري څانګي اړوند الاماره جهادي سټوډیو( له حق سره پیوستون) تر عنوان لاندي (۹۳) شمېره په زړه پوري اصدار نشر ته وسپاره.
دغه اصدار چي (۴۰) دقیقې کیږي، د هیواد په شمال کې د جهادي وضعیت اوهلته د دښمن له صفوفو د راجلا شویو سلګونو تنو هیوادوالو په اړه ترتیب شوی دی.
د اصدار په لومړۍ برخه کې د راتلونکو صحنو ځیني کلیپونه د لنډیز په ډول له یوې خوږې او زړه راښکونکي ترانې سره یوځای راوړل شوي دي.
ورپسې هغه ویډیويي صحنې لیدل کیږي چي د دښمن له صفوفو د راجلاشویو قوماندانانو لپاره د اسلامي امارت سمییز مسؤلینو د دوی د تاوده هرکلي او استقبال لپاره هارونه په لاس ولاړ دي.
همداراز د اصدار په منځنی برخه کې له مجاهدینو سره د یوځای شویو قوماندانانو سره د دوی او د دوی د افرادو،وسلو او مهماتو او له اسلامي امارت سره د یوځای کېدلو په اړه مرکې شوي دي.
د اصدار په وروستۍ برخه کې د الاماره سټوډیو همکار د بادغیس ولایت له محترم مرستیال والي صاحب او ګڼو نورو جهادي مسؤلینو سره پر بېلابېلو موضوعاتو مرکې کړې دي.
(له حق سره پیوستون) اصدار د لاندي لینکونو څخه په استفاده کتلی شئ.


Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: