دعوت څلورم ؛ د الهجره سټوډيو په زړه پوري اصدار نشر شو

الهجرة اسلامي نشراتي اداره خپلوګرانو مینوالو ته د دعوت د لړۍ د حقايقو را برسیره کونکی څلورم نمبر اصدار په ډير درنښت ډالۍ کوي.
پدې اصدار کې په 2018 ميلادي کال کې د امريکایي یرغلګرو او د دوی د غلامانو له هغو زړه بوږنونکو جنایتونو څخه پرده پورته شوې کوم چې يې د اسلامي نظام او ازادی غوښتنې په جرم زموږ د مظلوم مسلمان ولس سره تر سره کړي دي.
همدغه راز پدې جالب اصدار کې د امریکایانو او د دوی د غلامانو ماتې او په نظامي ، سیاسي او د ټولنيزو چوپړونو په ډګر کې د اسلامي امارت د سوبو او بریاؤ له ویاړونو څخه ځینو ته ځای ورکړل شوی دی.
دا 33 دقیقه يي معلوماتي اصدار له سر څخه تر پایه په مستندو ویډیوګانو پوښل شوی
او د اسلامي امارت د ترنم دمشهورو خوږ ژبو بلبلانو په نوو او معنی دارو ترانو بدرګه شوی دی.
دالهجرة اسلامي نشراتي ادارې مدریه پلاوی له خپلو مینوالو څخه په ډیر درنښت غوښتنه کوي چې د دې فيلم په نشر او خپراوي کې خپلې هڅې ونه سپموي او د اصدار په اړه ادارې ته خپل اصلاحي نظریات راواستوي.
په ډیر درنښت
دافغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمیسیون د سمعي او بصري څانګې اړوند الهجرة اسلامي نشراتي اداره.
د اصدار د کتلو لپاره له لاندي لینکونو څخه استفاده وکړئ.


Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: