بدري لښکر(7) نشر شو

د منبع الجهاد د جهادي خپرونو د ادارې درنو مینوالو ته یوه بله ښکلې ډالۍ 
د بدري لښکر د لړۍ (اووم) حسین اصدار :
الحمدلله حمداً کثراً طیباً مبارکاً فیه
دا خورا جالب اصدار د ( 2017) کال د اکتوبر په (17 ) نېټه د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز کې د دښمن په نظامي امنیتي کمپلکس باندې ترسره شوو سترو ، تندریزو ، استشهادي عملیاتو ته چې د پکتیاولایت د امنیه قومندان په شمول د دښمن سلګونه تنه عسکر پکې ټپیان او ووژل شول ځانګړی شوی ده .
پدې خورا جالب او حسین اصدار کې لاندې ځلېدونکې ملغلرې پېيل شوې دي:
1. د امام الجهاد، امام الاستشهاد الحاج مولوي جلال الدین حقاني (رحمه الله) د جهادي مبارزې ژوندي انځورونه ، د نوموړي ستر مجاهد غوره ویناوې ، د نوموړي ستر مجاهد په اړه د نړۍ د مشهورو جهادي علمي شخصیتونو تأثرات او د نوموړي ستر اتل د وفات په اړه د استشهاد له یو پیاوړي مرچل څخه د تعزیت پيغام.
2. د اصدار د نورو مطالبو له لنډيز وروسته په ترتیب سره د استشهادیانو لنډ معرفت ، د استشهادي فکر په اړه څو ارزښتناکې کرښې ، د استشهادیانو صلیب مرعبوونکي او امت بیداروونکي پيغامونه، د عملیاتو د موخو او مستهدف مرکز په اړه توضيحي څرګندونې ، صلیب ویرونکی جهادي اعداد ، د عملیاتو پلان ، د عملیاتو تمثیل او بیا د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز کې د ګوډاګۍ ادارې په یو ستر نظامي او امنیتي کمپلکس د ترسره شوو یادو تندریزو استشهادي عملیاتو ژوندۍ په زړه پورې ويډیوګانې راوړل شوې دي . ورپسې د عملیاتو په اړه حیراوونکو اعترافاتو او غبرګونونو ته ځای ورکول شوی ، ورپسې په یاد برید کې د برخه والو استشهاديانو غوره یادګارونه راوړل شوي دي او اصدار د عالیقدر امیر المؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده (حفظه الله) په لنډ جامع پيغام پای ته رسیدلی دی .
3. د اصدار په اوږدو کې ځای پر ځای زموږ په ځوریدلي ولس د وحشي صلیبیانو او د دوی د ګوډاګیانو له ظلم او وحشت څخه پرده پورته شوې ده.
4. دا ښکلی اصدار له پیل څخه تر پایه د جهادي ادب د نوموتو ستورو په شعرونو او ترانو چې د ترنم د خوږ ژبو بلبلانو له لوري ویل شوې دي بدرګه شوی ده .
د منبع الجهاد د جهادي خپرونو اداره له خپلو خوږو مینوالو څخه هیله لري چې د بدري لښکر (7(په نشر او خپراوي کې خپلې هڅې ونه سپموي ،خپل نظریات ادارې ته راولیږي او لوی الله جل جلاله ته يې د قبولیت دوعا وکړي.
الله د يې پخپل دربار کې قبول کړي او الله د يې د اسلامي دعوت یوه ستره ذریعه وګرځوي.
په درنښت د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمیسیون سمعي او بصري څانګه (منبع الجهاد) د جهادي خپرونو اداره
د بدري لښکر (۷) پښتو برخه له لاندي لینکونو څخه کتلی شئ.


Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: