هلمند سنګین کې د دښمن وحشت، د الاماره سټوډيو ویډيويي راپور

خارجي یرغلګرو او د کابل ادارې غلامو عسکرو د وحشتونو په دوام چې زموږ د ګرانو او بې دفاع هیوادوالو په وړاندي یې ترسره کوي داځل د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ اړوند د چکاو دګارو په سیمه کې په یوه ملکي کور چاپه وهلي.
ګډ دښمن کور ته په توره شپه په وحشیانه ډول ننوتلي او په کور کې ویده ولسي وګړي یې د وسلو په ډزو له خ5واږه خوبه را پاڅولي دي.
د کابل ادارې عسکرو چي د خپلو بادارانو په چورلکو کې راغلي وو په ملکي کور کې ماشومان او زنانه وهلي او ځيني یې په ډزو ویشتلي دي.
همداراز یې په کور درې عرادي شخصي موټر سوځلي او ۴ تنه یې بې ګناه کلیوال یې له ځانه سره د بندیانو په توګه وړي دي
د الاماره سټوډيو همکارانو د دښمن له لوري له ویشتلو شویو زخمیانو او د کورنۍ له غړو سره مرکې کړي دي چي د لاندي لینکونو له لاري یې د الاماره جهادي سټوډيو په همدې تازه نشر شوي ویډيويي راپور کې کتلی شئ.


 

الاماره سټوډیو ټیلیګرام چینل:
https://t.me/joinchat/AAAAAEDxKwak6tW42fAVwg
دالاماره ویب پاڼي د ویډيو څانګه
http://www.alemarahvideo.org 

1 Comment

  1. Pingback: Report: Enemy savagery in Sangin (Helmand) | Islamic Emirate of Afghanistan

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: